IQNA

په قاهره کې د مجوز د نه درلودلو  په دلیل۱۵۰۰ قران کریم ونسخې ضبط شوې

12:03 - May 14, 2026
د خبر لمبر: 3492769
ایکنا-  دمصر د قاهرې ولایت امنیتي ځواکونو د قاهرې د «درب الاحمر» په سیمې کې یو بې‌جوازه کتابپلورنځی وتاړه، ځکه د دغه پلورنځي مسؤلینو د اړوندو ادارو له رسمي اجازت پرته، د قانون خلاف د قران کریم نسخې خرڅولې او وېشلې.

د ایکنا د راپور له مخې چې د «وتو» له رسنۍ څخه ئې نقل کړی، د چاپ حقوقو او فکري ملکیت د ساتنې عمومي ادارې پلټنو څرګنده کړې چې د درب الاحمر په سیمې کې د یو کتابپلورنځي مالک په غیرقانوني ډول د قران کریم نسخې پلورلې او ویشلې.

ځاي امنیتي ځواکونو د کتابپلورنځي د تلاشۍ پر مهال د هغه مدیر ونیو او هلته ئې د قران کریم ۱۵۰۰ نسخې وموندلې چې هېڅ ډول رسمي جواز یا قانوني اسناد یې نه لرل.

تورن کس د شواهدو تر وړاندې کېدو وروسته اعتراف وکړ چې د کتابپلورنځي له مالک سره په همغږۍ او د غیرقانوني ګټې ترلاسه کولو په هدف ئې دغه سرغړونه کړې ده.

له دې وروسته اړینې قانوني چارې ترسره شوې او اړوندو ادارو د قضیې د څېړنې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

له بلې خوا، د چاپ حقوقو او فکري ملکیت د ساتنې عمومي ادارې د «عابدین» سیمې په حوزې کې د یوې بې‌جوازه چاپخانې مدیر هم ونیو. دا اقدام وروسته له دې  شوی چې څرګنده شوه نوموړي له قانوني اجازت پرته ګڼ شمېر سوداګریز چاپي مواد خپرول.

څېړنو وښودله چې دغه چاپخانې د فکري ملکیت د قوانینو په سرغړونې سره تر ۱۰ زرو ډېر سوداګریز چاپي مواد تولید کړي وو او موخه ئې ناقانونه ګټه ترلاسه کول وو.

د چاپخانې مدیر هم د پلټنو پر مهال پر خپلو سرغړونو اعتراف وکړ. له دې وروسته ټول قانوني اقدامات ترسره شول او نوموړی د نورو څېړنو لپاره اړوندې څارنوالۍ ته وسپارل شو.

https://iqna.ir/fa/news/4351973

captcha